د پاکستان ولسمشر د جنګ د پیلیدو په لړ کښې هندوستان ته خبرداری ورکړ
(last modified Tue, 24 Sep 2019 01:03:45 GMT )
Sep 24, 2019 05:33 Asia/Kabul
  • د پاکستان ولسمشر د جنګ د پیلیدو په لړ کښې هندوستان ته خبرداری ورکړ

د پاکستان ولسمشر له دغه هیواد سره د هندوستان په جنګ غوښتنې باندې په نیوکې سره په دې لړ کښې نوې ډیلي ته خبرداری ورکړ.

عارف علوي پرون په اسلام آباد کښې د ترکي رسنیو د یو پلاوي په کتنه کښې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې روان کړکیچ ته په اشارې سره وویل: که هند د جنګ اعلان وکړي نو پاکستان به یې ځواب ورکړي.

د پاکستان ولسمشر دې ټکي ته په اشارې سره چې په ملګرو ملتو کښې د کشمیر په هکله له ۱۹۷۲ کال راهیسې هیڅ غونډه نه ده شوې، زیاته کړه: اسلام آباد د دغې غونډې غوښتونکی دی خو دا کار د نوې ډیلي له خوا رد شوی دی.

ولسمشر علوي هم داشان د هندوستان له زندانه د کشمیر د سیاسي مشرانو په آزادۍ باندې په ټینګار سره وویل: کشمیر باید د پاکستان برخه شي او د ملګرو ملتو د پریکړه لیک له مخې دې ټول پوښتنه وشي.

 

ټیګونه