پاکستان د کشمیر د نیولو په هکله د هندوستان په ادعا نیوکه وکړه
د کشمیر د هغو سیمو د نیواک په هکله د نوې ډیلي ادعا چې د پاکستان تر کنټرول لاندې دي، د اسلام آباد له سختې نیوکې سره مخامخ شوې ده.
د پاکستان ډان خبري سایټ لیکلې دي چې د دغه هیواد خارجه وزارت ویاند محمد فیصل پرون د اسلام آباد له خوا د پاکستاني کشمیر د نیولو په هکله د هندوستان د خارجه وزیر ایس، جی، شنکر خبرې غیرمسئولانه وبللې او ویې ویل چې هغه په ډاګه د پاکستان په حریم باندې د تیري خبره کړې ده.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې هیڅ قدرت د دې هیواد په خاورې باندې د تیري توان نه لري، زیاته کړه: پاکستان په پوره توان سره د خپل حریم دفاع کولو ته تیار دی.
یاده دې وي چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کښې ویلي چې د دغه هیواد ځواکونه به ډیر زر د پاکستاني کشمیر ځینې سیمې هم ونیسي او د هندوستان په خاورې کښې به یې شاملې کړي.