عمران خان د کشمیر د کړکیچ د پایلو په هکله خبرداری ورکړ
د پاکستان وزیراعظم په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په څلور اویایمې غونډې کښې په خپله وینا کښې یوځل بیا د کشمیر د کړکیچ په سر د هند او پاکستان ترمینځ د اختلافاتو د سختیدو د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.
ایرنا خبري آژانس لیکلې دي چې عمران خان پرون په خپله وینا کښې وویل: پاکستان هیڅ هیواد ته ګواښ نه دی خو د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر حالات دومره کړکیچن او اندیښمنونکې شوې دي چې دوه ایټمي سیالان یعنې هند او پاکستان د یو بل په وړاندې اودریدلې دي او د هر ډول جنګ د نښلیدو په صورت کښې به د هغه ناوړه پایلې پر دغو دواړو هیوادونو سربیره ټوله سیمه او نړۍ هم اغیزمنه کړي.
د پاکستان وزیراعظم له هندوستان څخه د کشمری د خلکو خلاف د ظالمانه کرفیو او ګرځبندیز د ختمولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې په کشمیر کښې سیاسي بندیان باید زر تر زره آزاد کړی شي او هغه زرګونه تنه کشمیريان په تیره بیا ځوانان چې نیول شوي او بې درکه شوې دي او هیڅ خیر خبر یې نشته، باید زر تر زره خپلو کورونو ته ستانه کړی شي.
عمران خان هم داشان له ملګرو ملتو وغوښتل د هغو پریکړه لیکونو له مخې چې په تیرو وختونو کښې د امنیت شورا له خوا تصویب شوي، د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د خلکو په حالاتو د غور لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
د پاکستان وزیراعظم هم داشان ټینګار وکړ چې هیواد یې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوستۍ او صلحې پياوړتیا په خپله ایجنډا کښې لري.
عمران خان له اسلامه د ویرونې د پروژې خلاف په ګډې مقابلې او د رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) د شخصیت او د اسلام د مبین دین د حقیقي روح په ورپیژندلو باندې په ټینګار سره زیاته کړه: د اسلامي هیوادونو واکمنانو ته پکار دي چې اسلام او د هغه پيغام بشري ټولنې ته په ښو طریقو ورسوي.