د پاکستان وزیراعظم له ایران سره په ملګرتیا ټینګار وکړ
عمران خان: د بندیزونو په ختمیدو سره د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې په اقتصادي قطب بدلیږي.
عمران خان پرون د اسلام آباد د سیاسي تحقیقاتو په پوهنکور کښې (په سویلي، لویدیځې او مرکزي آسیا کښې صلحه او پراختیا) نومې کانفرنس کښې زیاته کړه: د بندیزونو ختمیدل به نه یوازې له ایران سره بلکې د پاکستان او سیمې د اقتصادي وضعې له ښه کیدو سره هم ستره مرسته وکړي.
د پاکستان وزیراعظم څرګنده کړه: پاکستان له خپلو ټولو ګاونډي هیوادونو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او په دې وجه به اسلام آباد په خپل ګاونډ کښې د دائمي صلحې او ثبات د ټینګښت او د هرډول نښتې او شخړې د مخنیوي پوره پوره کوشش وکړي.
عمران خان هم داشان د سفارتي خبرواترو له لارې د تهران او ریاض ترمینځ د شخړې د کمولو په هکله خپل نوښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ: ایران او عربستان دواړه د پاکستان ملګري هیوادونه دي چې په سختو وختونو کښې یې تل د زمونږ د هیواد مرسته کړې ده.
عمران خان دې ته په اشارې سره چې پاکستان او ګاونډي هیوادونه یې په تیره بیا ایران او افغانستان د سیمې د اقتصادي پراختیا په چوکاټ کښې د ګډې ملګرتیا لپاره لوړ ظرفیت لري، څرګنده کړه: په سیمه کښې اقتصادي پرمختګ هیڅکله د سیاسي لانجو او جنګ په سیوري کښې نه ترلاسه کیږي.