ایران او پاکستان د سرحدی مسائیلو په هکله غور وکړ
زمونږ خبریال وایی د ایران او د پاکستان چارواکو په کویټه ښار کښې په درویشتمې (۲۳) ګډې غونډې کښې سلامشورې وکړې .
د ایران او د پاکستان حکومتی چارواکو د دغه غونډې په دوهمه(۲) ورځ له ترهګرۍ او د نشه ییزو موادو له قاچاق ، د انسان او د سونګو له قاچاق ، منظم شویو جرمونو او اقداماتو او له ورانکارو فعالیتونو سره د مبارزې په شمول د سرحدی مسائیلو په هکله خبرې وکړې .
د ایران او دپاکستان په سرحدی سیمو کښې د پایداره کارونو رامینځته کول او د امنیت ټینګول او د ځمکنی او د هوایی حریم د خلاف ورزۍ مخه نیول ، د ډرائیورانو په ټرانزیټی مشکلاتو غور کول او ایران ته د پاکستان د راتلونکو زیارتوالو د مشکلاتو ختمول او هغوې ته د اسانتیاو برابرول د دواړو هیوادونو د چارواکو د خبرواترو نور چورلیزونه وو .
د ایران د اسلامی جمهوریت او د پاکستان ګډه درویشتمه (۲۳) سرحدی غونډه چې له تیرې چهارشنبې ورځ راهسې د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې پیل شوی ده تر نن هم دوام لری .