ایران او پاکستان د پارلیماني ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ
(last modified Mon, 27 Jan 2020 11:21:01 GMT )
Jan 27, 2020 15:51 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان د پارلیماني ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ

په اسلام آباد کښې د اسلامي ایران سفیر او د پاکستان د سینیټ مشر په خپلو کښې ملاقات کړی او د دواړو هیوادونو ترمینځ د پارلیماني ملګرتیاؤ د پراختیا په ضرورت یې تاکید وکړ.

د پاکستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر سید محمد علي حسیني په اسلام آباد کښې له صادق سنجراني سره په ملاقات کښې د سیمې د وروستیو بدلونونو په ړه د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت او نظام د کلي سیاستونو په بیانولو سره په سیمه کښې د صلحې او ثبات له لوړتیا سره د مرستې لپاره د تهران-اسلام آباد د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ د پياوړتیا په ضرورت ټینګار وکړ.

په دغه کتنه کښې د پاکستان د سینیټ مشر صادق سنجراني هم د فلسطین او کشمر په شمول د نړۍ له مظلومو ولسونو په ملاتړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د اصولي دریځونو قدرونه وکړه.

 

ټیګونه