پاکستان د کابل حکومت ته خبرداری ورکړ
(last modified Tue, 28 Jan 2020 07:24:47 GMT )
Jan 28, 2020 11:54 Asia/Kabul
  •  پاکستان  د کابل حکومت ته خبرداری ورکړ

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پښتنو د یوه (۱) مشر منظور پشتون د نیول کیدا په هکله د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په څرګندونو نیوکې سره هغه د اسلام اباد په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وبلله .

د پاکستان خارجه وزارت نن په یوې (۱) خبرپاڼه کښې د پښتنو د یوه(۱) مشر منظور پشتون چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هم دی  د نیول کیدا په هکله د افغانستان د ولسمشر اشرف غني پرونیو څرګندونو ته په اشارې سره  هغه د پاکستان په کورنیو چارو کښې د لاسوهونکي کړچار په توګه وبللې .

د پاکستان خارجه وزارت د افغانستان او د خپل هیواد د اړیکو دپیاوړتیا په ضرورت باندې ټینګار سره وویل د اشرف غني دا ډول څرګندونې د دوه اړخیزه اړیکو په تاوان دي .

 

ټیګونه