پاکستان د کورونا د ناروغانو شمیر نه پټوي
Mar 05, 2020 07:36 Asia/Kabul
د پاکستان روغتیا وزارت د کورونا وایرس له امله د وژل شویو کسانو د شمیر په اعلانولو کښې د دغه هیواد د پټونو په هکله د ځینو رسنیو رپورټونه رد کړل.
د روغتیا او درملنې په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم صلاحکار خبریالانو ته وویل چې د عمران خان حکومت د حقیقت پټولو ته هیڅ ضرورت نه لري ځکه چې د کورونا وایرس د خوریدو د مخنیوي لپاره یې ضروري تابیاوې په ایجنډا کښې شاملې کړې دي.
ظفر مرزا په دې خبرې سره چې په پاکستان کښې یوازې ۵ کسان په کورونا ککړ شوې دي، زیاته کړه: خلک دې د کورونا ناروغۍ د خوریدو په هکله شایعاتو او پروپاګنډاؤ ته پام نه کوي.
هغه هم داشان په چین کښې د دیره پاکستاني محصلینو په هکله هم وویل: هغوي ټول روغ رمټ دي.