د پاکستان نواز شریف په پوځ نیوکه وکړه
(last modified Fri, 09 Oct 2020 09:36:09 GMT )
Oct 09, 2020 14:06 Asia/Kabul
  • د پاکستان نواز شریف  په پوځ نیوکه وکړه

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د مسلم لیګ د نواشریف څانګې مشر محمد نواز شریف له لندن څخه د ویډیو کانفرنس له لارې د خپل ګوند د پارلمان استازیو او ټکټ لرونکو ته په وینا کښې وویل هیواد له سختو حالاتو سره مخ دی .

نوازشریف د پاکستان اقتصاد او هغو چیلجونو ته په اشارې سره چې خلک ورسره مخ دي وویل زه څوک ګرم وبولم لومړی وزیر عمران خان یا هغه کسان کوم  چې په حقیقي ډول ذمه وار دي .

هغه وویل د عمران خان انتصابونکي باید د دغو مشکلاتو ځواب ورکړي .

د پاکستان پخواني لومړي وزیر نوازشریف وویل تراوسه هیڅ چا د هیواد د مشکلاتو او د سیاسي بې ثباتۍ د ستونزې درملنه نه ده کړي او زیاته یې کړه ما فیصله کړي ده چې له کوم شک پرته دغه مشکلات د سپتمبر د میاشتې په څلرویشتمه(۲۴) نیټه د پاکستان د حکومت دمخالفو سیاسي ګوندونو په کانفرنس کښې وڅیړل شي .

نوازشریف په نني ویډیو کانفرنس کښې د پاکستان د پوځ په ځینو کسانو هم نیوکه وکړه کوم چې د اساسي قانون خلاف ورزۍ کوي او زیاته یې کړه د پاکستان پوځ هغه وخت د نړۍ تر ټولو ښه پوځ کیدلای شي چې خپل قانوني کارونه ترسره کړي .

د پاکستان پخواني لومړي وزیر نوازشریف وویل زه پوهیږم چې په پوځ کښې اکثره چارواکي قانوني حدونه رعایتوي خو ځینې جنرالان شته چې خلاف ورزیانې کوي او زیاته یې کړه دغه کسان ګوته په شمیر دي او دوې د پاکستان ټول پوځ بدنامه کړی دی او دا زما لپاره د منلو وړ چاره نه ده .

هغه وویل زه د پاکستان د پوځ او د عسکرو درنښت کوم خو د هغو جنرالانو چې د اساسي قانون احترام نه کوي او په انتخاباتو کښې درغلۍ کوي احترام نه کوم .

نوازشریف وویل د پاکستان مسلم لیګ نوازشریف څانګې په ۲۰۱۸ میلادي کال کښې انتخابات ګټلي وو خو د تبدیلۍ سړي چې اشاره یې عمران خان ته وه بریالی اعلان کړی شو او زیاته یې کړه هغو کسانو چې په دغو انتخاباتو کښې یې درغلۍ کړي وه د اساسي قانون خلاف ورزۍ کړي ده او جرم یې کړی دی .

هغه وویل مونږ میږي نه یوو چې په یوځاې کښې مو څوک راغونډ کړي او که چیرې دغه کار په تیر وخت کښې ترسره کیده خو  نور به داسې ونشي او زیاته یې کړه مونږ به پاکستان یو(۱) د احترام وړ هیواد جوړ کړو .

د پاکستان پخواني لومړي وزیر نوازشریف وویل زما د ګوند کوم غړی که چیرې ویریدلی وي نو باید په کور کښې کیني او مونږ بزدلو کسانو ته ضرورت نلرو او زیاته یې کړه که چیرې څوک یریږي نو هغه  په پارلمان کښې د کیناستلو حق نلري .

هغه د پاکستان تحریک انصاف په حکومت هم نیوکه وکړه کوم چې له نورو هیوادونو په سوال پیسې غواړي او زیاته یې کړه عمران خان واک ته له رسیدا مخکې ویل له هیڅ خارجي  هیواد به پیسې ونه غواړي .

 

ټیګونه