په FATF کښې د پاکستان په خلاف د سعودي خنډ اچونه
Oct 23, 2020 04:57 Asia/Kabul
پاکستان بيا هم د مالي اقدام د خاصې ډلې اېف اے ټي اېف له خړ لېسټ څخه د وتلو لپاره د کافي رايو په ترلاسه کولو کښې ناکام شو.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان چارواکو چې د اېف اے ټي اېف د خاصې څارنې له لېسټ څخه د خپل هېواد د نوم وېستلو ته هيله من وو ونه کړې شول د غړيو هېوادونوکافي ملاتړترلاسه کړي.
په داسې حال کښې هندي او امريکائي لابي کوشش کوي چې پاکستان د دغې ډلې په تور لېسټ کښې شامل شي خو د سعودي په شان هېوادونو نه ملاتړ د دې سبب شو چې اسلام آباد د ډېرو کوششونو باوجود د اېف اے ټي اېف له خړ لېسټه نوم ونه وېستل شو.