د پاکستان حکومت د ګوندونو د جنګي څانګو د بې وسلې کیدو الټي میټم ورکړ
Dec 08, 2020 07:30 Asia/Kabul
د پاکستان حکومت د هیواد په مختلفو ښارونو او د صوبايي حکومتونو په مرکزونو کښې د ګوندونو د وسله والو څانګو د بې وسلې کولو په موخه یو مهال ویش وټاکه
د پاکستان حکومت د هیواد په مختلفو ښارونو او د صوبايي حکومتونو په مرکزونو کښې د ګوندونو د وسله والو څانګو د بې وسلې کولو په موخه یو مهال ویش وټاکه
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د صوبايي حکومتونو چارواکو ته په یو لیک کښې ټینګار وکړ چې د سیاسي او مذهبي ګوندونو لاندې د وسله والو ډلو او ملیشه ځواکونو جوړول د اساسي قانون د اصولو څرګنده خلاف ورزي او له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملي طرحې د اجرا خنډ جوړیږي.
د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت په لیک کښې راغلي دي: د دغه شان تنظیمونو جوړیدل په نړۍ کښې له پاکستان څخه یوه نامناسبه څیره نندارې ته وړاندې کوي.