د لاهور په غونډه کښې
د اسلام آباد - تهران – استنبول د اورګاډي د پیلولو پلان وڅیړل شو
د اکو د مال ګاډي د طرحې د پیلولو غونډه د پاکستان په لاهور کښې د دغه هیواد د ریلوی په اداره کښې د اسلام آباد - تهران – استنبول د اورګاډي د لیکې د بیا فعالولو د څیړنې په موخه ترسره شوه.
د اکو د مال ګاډي د طرحې د پیلولو غونډه د پاکستان په لاهور کښې د دغه هیواد د ریلوی په اداره کښې د اسلام آباد - تهران – استنبول د اورګاډي د لیکې د بیا فعالولو د څیړنې په موخه ترسره شوه.
دغه غونډه چې پرون د پاکستان د ریلوې د مرستیال وزیر حبیب الرحمان ګیلاني په مشرۍ د ټرانسپورټ، عملیاتو، ساتنې او د امنیتي او بازار موندنې د برخو د مرستیالانو او مدیرانو په شتون سره ترسره شوه، ګډونوالو په کښې په امنیتي چارو او په ټرانسپورټ کښې په غږملتیا پورې اړوند وروستي بدلونونه او د اقتصادي ملګرتیا سازمان(اکو) دارالانشاء ته یې د څیړنو د پایلو سمدستي انتقال وڅیړه.
حبیب ا... ګیلاني د اکو مال ګاډی د پاکستان لپاره د ریلي ټرانسپورټ ترټولو مهمه طرحه وبلله چې د امنیت د تامینولو لپاره یې له هیڅ کوششه ډډه نه کیږي.
په دې وروستیو کښې د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د اکو د مال ګاډي په نامه د اسلام آباد - تهران – استنبول پټلۍ، د اکو د غړو ترمینځ د تجارت د اسانتیا په موخه د ټرانسپورټ د نیټ ورک د پراختیا په ضرورت باندې په ټینګار سره، د سیمه ایزو ارتباطاتو د پراختیا لپاره مهمه بللې وه.