له پاکستانه سوریې ته زیارتي سفرونه آزاد شول
(last modified Wed, 07 Apr 2021 13:01:05 GMT )
Apr 07, 2021 17:31 Asia/Kabul
  • له پاکستانه سوریې ته زیارتي سفرونه آزاد شول

د سوریې حکومت دمشق ته د پاکستاني زیارتوالو د سفرونو د بیاپیلولو خبر ورکړ

د سوریې حکومت دمشق ته د پاکستاني زیارتوالو د سفرونو د بیاپیلولو خبر ورکړ

د پاکستان د مذهبي او دینونو د چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د سوریې حکومت له پاکستان سره د ولسي اړیکو د پراختیا لپاره یو نوي اقدام کښې، سوریې ته د دغه هیواد د زیارتي سفرونو د بیا پیلیدو په اړه خبرپاڼه د اسلام آباد حکومت ته لیږلې ده.

دغه خبر زیاتوي چې په سوریې کښې د ټرانسپورټ او سیاحت شرکتونو ته پاکستاني زیارتوالو ته د ویزې لیږلو اجازه ورکړې شوې ده.

د پاکستان د مذهبي او د دینونو د چارو د وزارت په بیانیه کښې راغلي دي: له پاکستانه سوریې ته زیارتي سفرونه به د صحي پروټوکولونو مطابق شروع شي.

د پاکستان انټرنیشنل ایرلاین PIA) تیر کال د سوریې پلازمینې دمشق ته د نیغ په نیغه الوت د پیلولو اراده کړې وه.

 

ټیګونه