د لویدیځ له اسلام دښمنۍ سره د مقابلې لپاره د مسلمانانو یووالی ضروري دی
(last modified Tue, 20 Apr 2021 02:49:41 GMT )
Apr 20, 2021 07:19 Asia/Kabul
  •  د لویدیځ له اسلام دښمنۍ سره د مقابلې لپاره د مسلمانانو یووالی ضروري دی

د پاکستان وزیراعظم له اسلام سره د غرب له دښمنۍ سره د مقابلې لپاره د اسلامي هیوادونو د مشرانو د ګډ محاذ په جوړیدو ټینګار وکړ

د پاکستان وزیراعظم له اسلام سره د غرب له دښمنۍ سره د مقابلې لپاره د اسلامي هیوادونو د مشرانو د ګډ محاذ په جوړیدو ټینګار وکړ

عمران خان پرون په یوه وینا کښې په لویدیځو هیوادونو کښې تندلاري عناصر د اسلام او د مسلمانانو د مقدساتو خلاف د عامدانه او قصدي تحرکاتو په ترسره کولو تورن کړل او ویې ویل: له اسلامه د ویرونې له ښکارندې سره د مقابلې اصلي حل لاره تر دباؤ لاندې د لویدیځ د راوستلو لپاره د مسلمانو واکمنانو ګډه جبهه ده څو د سپکاوي کونکو اقداماتو مخنیوې وشي.

د پاکستان وزیراعظم زیاته کړه: اسلام آباد د لویدیځ له اسلام دښمنۍ سره مقابلې ته هوډمن دی او نورو هیوادونو ته په دې لاره کښې د غږملو او عملي ګامونو د پورته کولو بلنه ورکوي.

هغه ټینګار وکړ چې اسلامي هیوادونه باید په یو ګډ اقدام کښې له لویدیځو هیوادونو سره تجارت بند کړي او د هغوي د تولیدي محصولاتو اخیستل او کارول بند کړي، داسې یو مشترک خوځښت یوه ښه نتیجه ورکولې شي.

د ویلو ده چې د پاکستان په مختلفو سیمو کښې نن سبا د اسلام ګرانقدره پيغمبر ته د فرانسې په بې حرمتۍ باندې په اعتراضونه روان دي.

 

 

ټیګونه