پاکستان له کورونا سره د مقابلې لپاره د پوځ مرسته وغوښتله
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له کورونا ویروس سره د مقابلې په لارو چارو باندې د عمل کولو لپاره له پوځ څخه د مرستې غوښتنه کړي ده .
عمران خان وویل مونږ د پاکستان له پوځ څخه غوښتي دي چې د کورونا ویروس پرضد د اقداماتو د عملي کولو لپاره له پولیسوسره مرسته وکړي .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د کورونا په هکله یوې(۱) غونډې ته په وینا کښې وویل مونږ له خلکو غواړو چې د کورونا پرضد د حکومت په غوښتنو باندې عمل وکړي .
هغه وویل په پاکستان کښې د هندوستان په شان حالات نه دي او که چیرې د هندوستان په شان حالات په پاکستان کښې رامینځته شول نو ښارونه به بند شي او همدا اوس په هندوستان کښې د اکسیجن سلینډرونه نشته .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل خلکو نن ماته ویل چې په ټول هیواد کښې دکانونه او کارروزګار بند کړه او زه ځکه دکانونه نه بندوم چې بې وزله خلک به اغیزمن شي .
هغه وویل زه خواشیني یم چې په پاکستان کښې هیڅوک احتیاط نه کوي او هیڅوک د کورونا په پروټوکول عمل نه کوي او زیاته یې کړه که چیرې مونږ احتیاط ونکړو نو دکانونه او کارروزګار به بند کړو او له کبله به یې اقتصاد ته تاوان ورسیږي .
عمران وویل د کارروزګار د بندیدا به په وجه به دکاندارانو، کارخانو ته تاوان ورسیږي او له ټولو زیات تاوان به غریبو او بې وزله خلکو ته ورسیږي .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل مونږ به په خلکو زیات زور راولو ماسکونه واچوي او د کورونا په پروټوکول دې عمل وکړي .
د ویلو ده چې په پاکستان کښې له تیرو څو اونیو راهسې کورونا ویروس بیخي زیات شوی او په اسلام اباد کښې په زرګونو خلک په دغه ویروس ککړ شوي او په لسګونو ترې مړه شوي هم دي .