له جنرال باجوه وروسته عمران خان هم عربستان ته روان دی
په همداوروستیو کې له عربستان او متحده عربی اماراتو سره د پاکستان اړیکې ، د قدس دنیواکګر رژيم د په رسمیّت نه پيژندنې کې د فارس خلیج د حوزې ددغو دوو هیوادونو په پل د پلۀ نه کیښودلو په دلیل خړې پړې شوي چې همدغه موضوع د آل سعود رژيم او داماراتو د غوسې لامل شوي ده .
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د مختلفو موضوعګانو په سر د اختلاف په دلیل د پاکستان اوعربستان په اړیکو کې له یوه کلن تاؤتریخوالي وروسته خبري سرچینو بلاخره د ریاض ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران د رسمي سفر د نهائي کیدا خبر ورکړی دی .
دپاکستان خارجه وزیر او څو نورو وزیران به له عمران خان سره په دغه سفر کې ملګرتیا وکړي .
دپاکستان خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې ددې خبرې په کولو سره چې دغه سفر د عربستان د ولی عهد په بلنې سره ترسره کیږي ، وئيلي دي ،عمران خان به د عربستان له چارواکو سره په لیدوکاتو کې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ دپراختیا او دسیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په اړه خبرې اترې وکړي .
له دې مخکې د پاکستان د پوځ عمومي قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه او د مذهبونود نزدې والي په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار طاهر اشرفي ریاض ته په سفر تللي دي او ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته کړي دي