-
پاکستان له طالبانوسره د سیمه ییزوګټو پراساس اړیکې لري
Dec 06, 2022 11:14دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي زیاته کړه چې د تحریک طالبان پاکستان حملې دوام لري او د دغه هیواد حکومت به د طالبانو له چارواکو سره د ترهګرو ډلو له ګواښ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.
-
پاکستان د افغانستان له حکومت سره تعامل کوي
Dec 06, 2022 04:14د پاکستان خارجه وزیر وویل: اسلام آباد به د پاکستان تحریک طالبان سره د مقابلې او د ترهګرو ډلو د ګواښ د مخنیوي لپاره د افغانستان له حکومت سره ملګرتیا وکړي
-
پاکستان کښې د یوې ترهګرې ډلې یو مشر وژل شوی دی
Dec 05, 2022 08:56د یوې ترهګرې ډلې مشر په جنوبي وزیرستان کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې ووژل شو
-
په کابل کې د خپلو ډيپلوماټانودامنيت لپارې تابیاوې نیسو
Dec 04, 2022 10:57په دې ډزو کې د پاکستان د سفارت یو امنیتي کس سخت ټپي شوی.
-
د هند د ګواښونو په وړاندې دفاع لپاره کلک هوډ لري
Dec 04, 2022 10:10جنرال عاصم منیر وویل پریږده چی روښانه ووایم د پاکستان وسله وال ځواکونه تل چمتو دي چی نه یوازې د خپلې له هر سانټی میټره دفاع بلکې که په مونږ جنګ وتپل شو نو جنګ به دښمن ته ورستون کړو او هندوستان به هیڅکله بریالی نشی چی خپلې پلیدې طرحې سر ته ورسوي
-
د پاکستان نامتو عالم اقبال حسین بهشتي او د رسنیو د چارو فعال مولانا غیور حسین غالب د اسرائیلو د جنایتونو په هکله څه وايي؟
Dec 04, 2022 12:10د اسرائیلو نیواکګر رژيم په فلسطین کښې ظلمونه او جنایتونه زیات کړي دي اوس په دې هکله تاسو د پاکستان د یوه ستر عالم اقبال حسین بهشتي او د رسنیو د چارو د فعال مولانا غیور حسین غالب نظرونه په ګردي میز کښې اوریدلی شئ
-
امیر خان منتقي بلاول بوټو زرداري ته ټیلیفون وکړ
Dec 03, 2022 09:39د طالبانو د موقته حکومت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په کابل کښې د پاکستان د سفارت په شاذدافیر باندې له ناکامې حملې وروسته په خپلو کښې خبرې وکړې
-
عمران خان یوځل بیا له حکومته د انتخاباتو د کولو غوښتنه وکړه
Dec 03, 2022 09:09د پاکستان پخواني وزیراعظم له حکومت نه وغوښتل چې زرترزره د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره له اپوزیشن سره خبرو اترو ته وړومبیتوب ورکړي
-
د پاکستان شارډز افیرز له کابل څخه اسلام اباد ته غوښتل شوی
Dec 03, 2022 02:19زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د پاکستان په سفارت له پرونۍ حملې وروسته د اسلام اباد شارډز افیر عبیدالرحمان نظاماني( Ubaidur Rehman Nizamani)سمدستي هیواد ته بیرته ورغوښتل شوی او ټاکل شوي ده چې د پاکستان حکومت خپل اعتراض د طالبانو حکومت ته اعلان کړي.
-
طالبانو د پاکستان په سفارت حمله وغندله
Dec 03, 2022 02:08زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کښې د پاکستان په سفارت ډزې وغندلې.