کندهار کې د ۳ سوه پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ پای ته ورسیدې
(last modified Sat, 04 Feb 2023 10:31:02 GMT )
Feb 04, 2023 15:01 Asia/Kabul
  • کندهار کې د ۳ سوه پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ پای ته ورسیدې

به ه کندهارکې د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

به ه کندهارکې د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د  یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس حافظ محمود آغا بشر وويل، چې په دې سیالیو کې د هلمند، زابل، روزګان، چمن او کوټې څخه له ٣٠٠ ډېرو پهلوانانو ګډون کړی، چې په احمدشاهي او اتفاق وېشل شوي وو.

هغه زياته کړه، چې د دغو سیالیو په پایله کې اتفاق ټیم بریالی او د ګټونکو لوبغاړو ترڅنګ غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

د حافظ بشر په خبره، د دې لوبې د بیا ژوندي کېدو هڅې یې چټکې کړي، چې په لړ کې یې دا څوم ځل دی، چې کندهار کې د غېږ نیونې سیالۍ جوړوي.

ټیګونه