د کرکټ لوبې افغاني او پاکستاني نندارچیان په جلا ځآیونو کې کینول کیږي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ چې د مارچ وروستیو کې په شارجه لوبغالي کې ترسره کیږي، د لوبغالي د انتظامیې له لورې د دواړو لوبډلو افغاني او پاکستاني نندارچیان په جلا، جلا ځایونو کې کینول کیږي.

تېر کال د اسیا جام سیالیو پر مهال په یاد لوبغالي کې د لوبې وروسته د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو د مینوالو ترمځ سخت تاوتریخوالی رامنځته شو چې له امله یې لوبغالي ته هم ستر زیانونه اوښتی وو.
یادې تجربې ته په کتو دا ځل د شارجې لوبغالي مسؤلینو طرحه جوړه کړې چې له مخې به یې د دواړو لوبډلو نندارچیان په جلا، جلا ځایونو کې د خپلو لوبډلو د لوبې نندارې لپاره کینول شي، همدا رازا به د امنیتي کمرو له لارې هم د نندارچیانو حرکتونه وڅآرل شي.
د متحده عربي اماراتو د شارجې لوبغالي مسؤلین وایي، هغه نندارچیان چې د لوبې پر مهال بد اخلاقي وکړي، ورسره به سخت چلند ترسره شي.