د ۲۰۲۴ کال د فوټسال له نړیوال جام سره د افغانستان خدای په اماني
(last modified Fri, 27 Sep 2024 01:51:36 GMT )
Sep 27, 2024 06:21 Asia/Kabul
  • د ۲۰۲۴ کال د فوټسال له نړیوال جام سره د افغانستان خدای په اماني

د افغانستان د فوټسال ملې لوبډلې په ازبکستان کې د دوزه څلورویشتم کال له نړیوال جام سره، خدای په اماني وکړه.

افغانستان د چهارشنبې په ورځ د ازبکستان په تاشکند ښار کې، له پاراګوایا څخه، د درې  پر  یو،  ماتې وخوړه.

افغانستان د دې سیالۍ په لومړۍ نیمايي کې، د یو پر صفر په پایلې سره دا لوبه وګټله، خو په دویمه نیمايي کې د پاراګوایا تجربه لرونکو لوبغاړو له لورې، په درې ګولونو سره، ماتې وخوړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په سي ګروپ کې خپله لومړۍ لوبه له انګولا څخه وګټله؛ خو د پاراګوایا، ارجنټاین او اوکراین پر وړاندې یې ماتې ومنله.

دا د فوټسال په نړیوال جام کې د افغانستان لومړنۍ لوبه وه.

ټیګونه