په میسي د دوو اونیو لپاره د لوبیدو بندیز ولګید
May 03, 2023 16:10 Asia/Kabul
د فرانسې پاریس سان جرمان لوبډلې له لورې په لیونیل میسي د دوو اونیو لپاره د لوبېدو بندیز ولګیده.
په میسي د دوو اونیو لپاره د لوبیدو بندیز ولګید
د فرانسې پاریس سان جرمان لوبډلې له لورې په لیونیل میسي د دوو اونیو لپاره د لوبېدو بندیز ولګیده.
د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې کپتان د یاد کلب لپاره لوبیږي او د هغوی له اجازې پرته سعودي عربستان ته تللی وو، چې له همدې امله پرې بندیز هم ولګیده.
د دې سزا له مخې به پنځه دېرش کلن میسي، نه په مسابقو کې برخه اخلي او نه به هم د پاریس سان جرمان په تمریني لوبو کې ګډون کوي.
د راپور له مخې میسي د خپل کلب چارواکي خبر کړي و چې په یوه تجارتي سفر سعودي عربستان ته روان دی، خو کلب اجازه ورنه کړه او دی په خپل سر روان شو.