پاکستان په لومړي ځل د کرکټ په یوه ورځنیو لوبو کې لومړی مقام خپل کړ
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخپلې کوربتوب سره نیوزلینډ ته په څلور یوه ورځنیو لوبو کې په پرلپسې ماتې ورکولو سره د کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل د کرکټ نړیوالې شورا د یوه ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

په همدې حال کې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم د یوه ورځنیو لوبو په ۹۹ پانیو کې د ۱۸ سلیزو په پوره کولو سره لومړنی توپ وهونکی شو چې په کمو پاڼیو کې یادې سلیزې پوره کړې.
تر هغې وړاندې هاشم امله په ۱۰۲، ډیویډ وارنر په ۱۱۵ او ویرات کوهلي په ۱۱۹ پانیو کې یاده کارنامه ترسره کړې وه.
د یو بل خبر له مخې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم په نړۍ کې لومړنی توپ هونکی شو چې په ۹۷ یوه ورځنیو لوبو کې ۵ زره چټکې منډې پوره کوي.