محمد نبي وایي د ژمنې له مخې د سرطان ناروغۍ روغتون جوړوم
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان محمد نبي وایي د ژمنې له مخې د سرطان ناروغۍ روغتون جوړوم
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان محمد نبي وایي د ژمنې له مخې د سرطان ناروغۍ روغتون جوړوم
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي پخوانی کپتان او د محمد نبي خیریه بنسټ مشر محمد نبي عیسی خېل په کابل کې د تلاسیمیا ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د عامې روغتیا وزارت په یوې غونډه کې وویل، له ژمنې سره سم غواړي چې د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ په هېواد کې د سرطان ناروغۍ د درملنې په موخه یو روغتون جوړ کړي.
هغه زیاته کړه، په دې روغتون کې د تلاسیمیا ناروغۍ د درملنې لپاره یوه څانګه هم په پام کې نیول شوې ده.
دغه راز په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس د یادې ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل دغه وزارت په پام کې لري چې د دې ناروغۍ د لمنځه وړلو په موخه په مرکز او ولایتونو کې د تشخیص او درملنې مرکزونه جوړ کړي.