Dec 17, 2023 14:34 Asia/Kabul

د ورزشي چارواکو پر وینا دا لوبې د ختیزو او سهیلي ولایتونو د فوټبال لوبډلو تر منخ په جلال اباد کې ترسره شوې

د ننګرهار د ورزش او بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو مسول شاهد الله فضل زی وایي؛ څو ورځې وړاندې په جلال اباد کې د ننګرهار، لغمان، میدان وردګو، خوست او پکتیا ولایتونو د فوټبال لوبډلو تر منځ لوبې پېل شوې وې، چې په پایله کې د ننګرهار فوټبال لوبډلې د پرله پسې پنځو لوبو په ګټلو سره د دې لوبواتلولي خپله کړه.

د فضل زي پر وینا د ختیزو او سهیلي ولایتوتر منځ د فوټبال دا سیالۍ پنځلس کاله وروسته تر سره شوې.

د ننګرهار ولایت  ورزش او بدني روزنې ریاست مطبوعاتومسول وویل: په جلال اباد او یوشمیر ولسوالیو کې په تیره اونۍ کې د والیبال، سوک وهنې، کرکټ ټیب بال، بدن ښکلا او فوټبال سیالۍ هم ترسره شویدي، چې هره ورځ به سلګونه ځوانان او د لوبو مینه وال د دې لوبو لیدو ته ورتلل.

بل پلو په جلال اباد کې د خراسان په نوم خصوصي پوهنتون د ورزشي اونۍ تر سرلیک لاندې د بېلابېلو ورزشي لوبو او نندارو لړۍ پېل کړه.

د فضل زي پر وینا په دې ورزشي اونۍ کې به پر فوټبال، والیبال، کرکټ، سوک وهنې او نورو لوبو سربیره دودیزې لوبې هم ترسره کیږي.

د خراسان خصوصي پوهنتون هر کال د ځوانانولپاره د سالمې تفریح  او بوختیا په موخه دا ورزشي اونۍ نمانځي.

 

ټیګونه