د ایران د ناستې د والیبال ټیم د پیرااولمپک سیالیو اتل شو
د ایران د ناستې د والیبال ملي لوبډله د پاریس د ۲۰۲۴ کال د پیرااولمپک سیالیو په پاې لوبه کښې د بوسنیا په وړاندې په بري سره، په اتم ځل د دغو سیالیو اتل شو.
د ایران د ناستې د والیبال ملي لوبډله د پاریس د ۲۰۲۴ کال د پیرااولمپک سیالیو په پاې لوبه کښې د بوسنیا په وړاندې په بري سره، په اتم ځل د دغو سیالیو اتل شو.
د ایرنا د خبر له مخې، د پاریس په پیرااولمپک لوبو کښې د ایران او بوسنیا د ناستې د والي بال د ملي ټیمونو ترمینځ فاینل سیالي تیر ماښام وشوه او د ایران ملي لوبډلې ۳ پر ۱ نتیجې سره، خپل سیال مات کړ او په اتم ځل یې په پیرااولمپک سیالیو کښې د اتلولۍ عنوان ترلاسه کړ.
د پیرااولمپک د ناستې د والیبال د پاې لوبې په پاې کښې د ایران څلور لوبغاړي د فاینل سیالۍ په غوره لوبغاړو کښې راغلل.
د پاریس د ۲۰۲۴ کال د پيرااولمپک لوبو د نهمې ورځې په ختمیدو سره د ایران د لوبغاړو کاروان د سرو زور په شپږو، د سپینو زرو به لسو او د زیړو په شپږو میډلونو سره په څوارلسم نمبر دی.