د پاریس پیرااولمپک لوبې د ایران په څوارلسم مقام سره پاې ته ورسیدې
د ایران کاروان د سرو زرو د اتو، د سپینو د لسو او د زیړو د اوو میډلونو په ګټلو د ۲۰۲۴ کال په پيرااولمپک لوبو کښې څوارلسم مقام ترلاسه کړ.
د ایران کاروان د سرو زرو د اتو، د سپینو د لسو او د زیړو د اوو میډلونو په ګټلو د ۲۰۲۴ کال په پيرااولمپک لوبو کښې څوارلسم مقام ترلاسه کړ.
د ایسنا د خبر له مخې، د پاریس د پیرااولمپک سیالیونو په وروستۍ ورځ د وزن پورته کونې په «هیوی ویټ» ۱۰۷ کیلوګرامه کیټګورۍ کښې علي اکبر غریبشاهي او احمد امین زاده د سرو زرو میډلونه وګټل.
ایران د ۲۰۲۴ کال په پيرااولمپک سیالیو کښې چې پرون پاې ته ورسیدې، څوارلسم مقام خپل کړ.
په دغو سیالیو کښې چین اول او برطانیا دویم مقام ترلاسه کړ.
ایران د ۲۰۲۰ کال د ټوکیو په پيراولمپک سیالیو کښې هم د سرو زرو په دولسو، د سپینو زرو په یوولسو او د برنزو د یو میډل په ګټلو سره د میډلونو له نظره په دیارلسم نمبر راغلی و.