اروپا کښې مصنوعي زړه خرڅیږي
زمونږ خبریال وايي په اروپا کښې یو(۱) ډیر نوی مصنوعي زړه جوړ کړی شوی دی چې په روان میلادي کال کښې به د خرڅلاو لپاره وړاندې شي .
د فرانسې یوه(۱) شرکت له ډیرو تجربو وروسته داسې مصنوعي زړه تیار کړی دی چې په روان میلادي کال کښې به د خرڅون لپاره وړاندې شي .
دغه مصنوعي زړه چې « ایسن » نومیږي نهه سوه(۹۰۰) ګرامه وزن لري چې په بیټریو(batteries) سره چلیږي او تر ډیر وخت پورې به کار وکړي .
د فرانسې په شمول په نورو ډیرو هیوادونو کښې د زړه د ناروغیو په هکله کارکونکي شرکت « کارمټ » ویلي دي هر کال په ټوله دنیا کښې شپږویشت(۲۶) میلیونه خلک د زړه په ناروغۍ د اخته کیدا په وجه مړ کیږي .
په اروپايي هیوادونو کښې د بدن د غړیو د عطیه کولو یعني ډالۍ کولو خلکو شمیر ډیر کم دی خو مصنوعي زړه د دغه کمي د پوره کولو لپاره تر یوه (۱) حده اغیز شیندونکی او کارنده کیدلای شي .