کربلا کښې د ایران په کنسولګرۍ تیري کونکي دې وپیژندل شي
د ایران خارجه وزیر د عراق په کربلا کښې د خپل هیواد پر کنسولګرۍ باندې د تیري د عاملانو د معلومیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
د ایران خارجه وزیر د عراق په کربلا کښې د خپل هیواد پر کنسولګرۍ باندې د تیري د عاملانو د معلومیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
په کربلای معلی کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کنسولګرۍ باندې د یوشمیر کسانو له تیري وروسته د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف له خپل عراقي همرتبه فواد حسین سره په ټیلیفوني خبرو کښې له دغه ډول غیرقانوني او د ډیپلماټیکو اړیکو خلاف اقداماتو په نسبت د ایران اعتراض هغه ته واوروه.
ښاغلي ظریف د سفارتي ودانیو د امنیت د ضمانت په لړ کښې د عراق د حکومت د مسئولیت په یادونې سره هیله څرګنده کړه چې د عراق د حکومت او د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو په جدیت سره د دغه ډول پيښو د بیاتکراریدو مخنیوی وشي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین هم په دغو خبرواترو کښې له داشان تاوتریخجنو اقداماتو د خواشینۍ په ښودلو سره په عراق کښې د سفارتي ودانیو او سفارتکارانو د امنیت د ساتلو په لړ کښې د عراق د حکومت پر ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دې لړ کښې د حفاظتي تابیاؤ د سختیدو حکم صادر شوی دی.
د ویلو ده چې وړمه شپه یوه ډله کسانو په کربلا کښې د ایران د کنسولګرۍ مخې ته په راغونډیدو سره د هغې یو دیوال سوځولی دی.