په بغداد کښې د امريکې په فوځي اډې بيا راکټي حمله اوشوه
خبري سرچينو د بغداد له نړيوال هوائي ډګر سره نزدې د امريکې په فوځي اډې نن سحر وختي د راکټي حملې خبره ورکړ.
د اېرنا د رپوټ له مخې د عراق امنيتي سرچينو اعلان وکړ د بغداد له نړيوال هوائي ډګر سره نزدې د امريکې په وېکټوريا نومې فوځي اډې راکټي حمله اوشوه.
ددغه رپوټ له مخې په دغه امريکائي اډه کښې له حملې وروسته د خطر سائرنونه وغږېدل او يوه ډرون الوتکه هم چې د دغې اډې د پاسه د الوت په حال کښې وه تباه شوه.
خبريسرچينو د دغې حملې د احتمالي سر او مال تاوانونو په اړه لا زڅه رپوټ نه دے خپور کړے.
دغه راکټي حمله په داسې وخت کښې اوشوه چې له دې څو ساعته مخکښې د عراق د صلاح الدين صوبې د شمال په بلد هوائي اډه کښې د امريکې د فوځيانو په مرکز يو شمېر راکټونه ولګېدل.
د تېر ايتوارپه ورځ هم د عراق په الانبار صوبه کښې د امريکې په عېن الاسد اډې ډرون حمله شوې وه.