د عراق د پارلېمان استازے:
په عراق کښې د امريکائي ځواکونو شتون غېرقانوني دے
د عراق په پارلېمان کښې له بدرفراکسيون سره وابسته استازي له دغه هېواده د امريکائي ځواکونو په وتلو تاکيد وکړ.
د العهد خبري آژانس د رپوټ له مخې عباس الزاملي وويل:امريکائي ځواکونه د نړيوالو قوانينو تابع نه دي او د عراق له حکومت سره هيڅ غږملتيا نه لري.
د عراق د پارلېمان د بدر فراکسيون استازي تاکيد وکړ، په عراق کښې د امريکائي ځواکونو شتون غېرقانوني دے.
الزاملي وويل: په عراق کښې د امريکائي ځواکونو د وتلو د ضرورت په اړه د عراق د پارلېمان پاس شوے بل د حکومت لپاره لازم الاجرا دے او پارلېمان يې په عملي کېدو ټينګار کوي.
هغه تاکيد وکړ په عراق کښې کورني حالات په عراق کښې د امريکائي فوځيانو د شتون دوام ته په پام سره آرامښت رامنځته نه شي او حکومت پکار دے د امريکائي فوځيانو د شتون د ختمولو په لار کښې چټګ اقدام وکړي.
د عراق زياتره خلقو او سياسي او مذهبي ډلې له دغه هېواد څخه د امريکائي ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي او د عراق پارلېمان هم د دغو ځواکونو د وتلو په باره کښې يو بل منظور کړے دے.
عراقي ډلو له دې مخکښې اعلان کړے ؤ چې د امريکائي ځواکونو د وېستلولپاره د عراق وزيراعظم مصطفی الکاظمي حکومت ته ورکړے شوے مهلت ختم شوے دے.