سعودي ائیتلاف په البیضا کې درندې مرګ ژوبلې درلودلي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102804-سعودي_ائیتلاف_په_البیضا_کې_درندې_مرګ_ژوبلې_درلودلي
د یکشنبې په ورځې  هم  په البیضا ولایت کې د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ دمبارزانو  د پاکونکو عملیاتو او دتوپونو په غورا کې  د القاعدې  ترهه ګرې او جنایتکارې ډلې  یو شمیر قوماندان هلاک کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2021 10:15 Asia/Kabul
  • سعودي ائیتلاف په البیضا کې درندې مرګ ژوبلې درلودلي

د یکشنبې په ورځې  هم  په البیضا ولایت کې د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ دمبارزانو  د پاکونکو عملیاتو او دتوپونو په غورا کې  د القاعدې  ترهه ګرې او جنایتکارې ډلې  یو شمیر قوماندان هلاک کړي دي .

ایسنا خبری اژانس نن راپور ورکړی، د یمن   د انصار ا... ولسی غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام  په خپل یوه ټولنیز پیغام کې  وئیلي دي ،د سعودي تیریګر  او جنایتکار ائيتلاف  په هرې جبهې  او په هره سویه  یوازې  ماتې تجروبه کوي  او  ددغو ماتو په دوام کې ئې  په البیضا  ولایت کې درندې مرګ ژوبلې  بیا زغملی دي .

 عبداالسلام  زیاته کړې ده ،  سعودي ائيتلاف  دیمن په مرکز کې  په البیضا ولایت کې سخت ټکونه خوړلي او  په راتلونکو شپو ورځو کې به  لازیاتې او درندې ماتې وویني .

 دیمن دانصار ا...ولسی غورځنګ ویندوي  ټینګار کړی ، تیریګر  هرڅومره  دیمن کلابندۍ سختولو او د حملو  او تیریو په دوام کې سپین سترګی کیږي، د دغه هیواد د  ولس هوډ او اراده به  کمزوری نه کړي.

راپورونه ښئ د یکشنبې په ورځې  هم  په البیضا ولایت کې د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ دمبارزانو  د پاکونکو عملیاتو او دتوپونو په غورا کې  د القاعدې  ترهه ګرې او جنایتکارې ډلې  یو شمیر قوماندان هلاک کړي دي .

 له دې مخکې به مارب ولایت کې  ځاي سرچینو  دیمن مطبوعاتي خبري آژانس ته وئیلي وو ، سعودي تیریګر ائیتلاف  له القاعدې جنایتکارو څخه په استفادې سره  په البیضا ولایت کې د  نوو جبهو په پرانیستو  پسې دی .