یحیی سریع:
په بیضاء ولایت کښې ۳۵۰ تکفیریان او ترهګر هلاک کړی شول
یحیی سریع وویل: په بیضاء ولایت کښې د یمني ځواکونو د سه شنبې د ورځې په عملیاتو کښې ۳۵۰ تنه تکفیري او تالي څټي ځواکونه وژل شوي او ۵۶۰ تنه نور یې زخمي شوي دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند وویل چې د دغه هیواد د سویل په بیضاء ولایت کښې د پوځي ځواکونو او ولسي جنګیالیو په وروستیو عملیاتو کښې درې نیم سوه تکفیري او ترهګر وسله وال وژل شوي دي.
یحیی سریع وویل: په بیضاء ولایت کښې د یمني ځواکونو د سه شنبې د ورځې په عملیاتو کښې ۳۵۰ تنه تکفیري او تالي څټي ځواکونه وژل شوي او ۵۶۰ تنه نور یې زخمي شوي دي.
هغه زیاته کړ: په نصر المبین علیماتو کښې د بیضاء ولایت مختلفې سیمې بیرته واخیستې شوې او هم داشان د ۱۰۰ کیلومیټرو په پراختیا الصومعه او الزاهر سیمې آزادې شوې.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند هم داشان زیاته کړه چې د دښمن د سنګرونو د معلومولو په لړ کښې ۱۷ عملیات ترسره شول او د یمن پوځي ځواکونه وتوانیدل چې د تکفیري عناصرو د تمرکز مرکز په نښه کړي او په دغو عملیاتو کښې د تالي څټو ځواکونو ۲۹ زغرګاډي او جنګي سازوسامان له مینځه لاړه.
هغه وویل چې د یمن د پوځي توغندوي او ډرون یونټ هم ۶۶ عملیات ترسره کړل او په ۹ عملیاتو کښې هم (بدر) او (سعیر) میزایل وکارول شول.