د ۳۳ ورځني جنګ ترټولو مهمه ګټه د دفاعي معادلې تپل دي
(last modified Sun, 08 Aug 2021 02:48:25 GMT )
Aug 08, 2021 07:18 Asia/Kabul
  • د ۳۳ ورځني جنګ ترټولو مهمه ګټه د دفاعي معادلې تپل دي

د لبنان د حزب الله عمومي منشي: د مقاومت د توغندیو قابلیتونه او کیفیت زیات شوی دی، زیاته کړه: مقاومت نن سبا زیات نقطه ویشتونکي توغندي لري.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي بیګا په ۳۳ ورځني جنګ کښې د مقاومت د بریالیتوب د پنځلسمې کلیزې په مناسبت یوه وینا کښې وویل: د دغه جنګ ترټولو مهمه لاسته راوړنه، د دفاعي معادلې ورتپل وو.

سید حسن نصر الله په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په تیرو ۱۵ کلونو کښې د اسرائیلو هیڅ کومه جنګي الوتکه نه ده توانیدلې چې په لبنان کښې یو هدف په نښه کړي، څرګنده کړه: په لبنان باندې د اسرائیلو د حملې خنډ، له مقاومت سره له سترې مقابلې د هغوي ویره ده.

هغه په دې خبرې سره چې د مقاومت د توغندیو قابلیتونه او کیفیت زیات شوی دی، زیاته کړه: مقاومت نن سبا زیات نقطه ویشتونکي توغندي لري.

سید حسن نصر الله په دې باندې د صهیونیسټي رژيم په ګواښلو سره چې د دغه رژيم د هوايي حملو ځواب له هرې سیمې څخه ورکول کیدې شي، وویل: ترتولو ستره تیروتنه چې دښمن یې کولې شي، دا ده چې له لبنان سره د جنګ کولو فیصله وکړي.

 

ټیګونه