د ریاض له خوا د حج مخنیوی د بیت الله الحرام سپکاوی دی
(last modified Tue, 10 Aug 2021 00:47:49 GMT )
Aug 10, 2021 05:17 Asia/Kabul
  • د ریاض له خوا د حج مخنیوی د بیت الله الحرام سپکاوی دی

سعودي حکومت د ایران او ترکیې په شمول د ۳۳ هیوادونو په مسلمانانو باندې د عمرې د ترسره کولو بندیز لګولی دی.

د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي ټینګار وکړ چې د سعودي رژيم له خوا د کرونا په پلمه پرله پسې په دویم کال د د حج د مناسکو د ترسره کیدو مخنیوی، د بیت الله الحرام سپکاوی ګڼل کیږي.

د المسیره د رپورټ له مخې عبدالملک الحوثي پرون د نوي هجري قمري کال د پیلیدو په مناسبت یولړ څرګندونو کښې وویل: حج د یو اسلامي سمبول په توګه یو نړیوال سمبول هم ګڼل کیږي او محدودول یې نه یوازې د دغه اسلامي رکن حرمت زیانمنوي بلکې د اسلامي نړۍ خلاف یو خطرناک اقدام هم دی.

خبري سرچینو وړمه ورځ هم ویلي چې سعودي حکومت د ایران او ترکیې په شمول د ۳۳ هیوادونو په مسلمانانو باندې د عمرې د ترسره کولو بندیز لګولی دی.

الحوثي د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د (قدس د تورې) په نامه له صهیونیسټي رژيم سره د فلسطیني جنګیالیو جګړې ته اشاره وکړه او ویې ویل: دغو عملیاتو هغه هیوادونه رسوا کړل چې له صهیونیسټي رژيم سره یې اړیکې ښې کړې دي.

د یمن د انصار الله عمومي منشي په دې خبرې سره چې د فلسطین له مسئلې ملاتړ د ټولو مسلمانانو دنده ده، څرګنده کړه: ریاض د فلسطیني زندانیانو خلاف د حکم په صادرولو سره له صهیونیسټ دښمن سره ملګرتیا کړې ده او که سعودي رژيم د فلسطین د مقاومت ملګرتیا وکړي نو مونږ به یې هرکلې وکړو.

 

ټیګونه