د عراق له وزیراعظم او د ځینو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره د عبداللهیان ملاقاتونه
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر په بغداد کښې د عراق له وزیراعظم مصطفی الکاظمي او هم داشان د ځینو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره لیده کاته کړي دي
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر په بغداد کښې د عراق له وزیراعظم مصطفی الکاظمي او هم داشان د ځینو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره لیده کاته کړي دي
حسین امیر عبداللهیان چې په بغداد کښې له عراق څخه د ملاتړ په سیمه ایزه غونډه کښې د ګډون په موخه بغداد ته تلی دی، بیګا یې د عراق له وزیراعظم سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
هغه چې د ایران د خارجه وزیر په توګه له ګمارل کیدو وروسته په خپل وړومبني بهرني سفر کښې د یو پلاوي په مشرۍ عراق ته تلی دی، له دغه هیواده د ملاتړ په سیمه ایزه غونډه کښې یې وینا وکړه.
امیر عبداللهیان د دغې غونډې ترڅنګ د عراق له ولسمشر برهم صالح، د متحده عرب اماراتو له وزیراعظم محمد بن راشد او د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو او د کویت د بهرنیو چارو له وزیر سره هم ملاقاتونه وکړل.
له عراقه د ملاتړ په غونډه کښې د دغه هیواد وزیراعظم مصطفی الکاظمي، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون، د اردن باچا دویم عبدا...، د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د ترکیې خارجه وزیر مولود چاوش اوغلو ګډون او ویناوې وکړې.