یمنیانو د تیري ګر سعودي ائتلاف خلاف توغندوي عملیات وکړل
(last modified Sun, 05 Sep 2021 02:11:19 GMT )
Sep 05, 2021 06:41 Asia/Kabul
  • یمنیانو د تیري ګر سعودي ائتلاف خلاف توغندوي عملیات وکړل

خبري سرچینو تیره شپه د سعودي عربستان په ختیځ او جنوبي سیمو باندې د یمن د ولسي مبارزانو او پوځ د میزایل حملې خبر ورکړ

خبري سرچینو تیره شپه د سعودي عربستان په ختیځ او جنوبي سیمو باندې د یمن د ولسي مبارزانو او پوځ د میزایل حملې خبر ورکړ

د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، د فارس خلیج په ساحل کښې د سعودي عربستان  دالدمام په بندري ښار کښې د چاودنې په اړه له رپورټونو وروسته سعودي ائتلاف د عربستان په ختیځو سیمو باندې توغندوي حمله تایید کړه.

سعودي سرچینو هم د الدمام په بندري ښار کښې د څو چاودنو خبر تایید کړ.

تیري ګر سعودي ائتلاف د عربستان په ختیځ باندې د حملې له تاییدولو څو دقیقې وروسته په جنوب کښې په نجران باندې هم د توغندوي حملې خبر ورکړ.

خو دغه ائتلاف د خپلو همیشنیو دروغو ادعاؤ سره سم دا ځل هم ادعا وکړه چې د یمن د پوځ او ولسي مبارزانو بالسټک توغندي یې پر ځمکې له لګیدو مخکښې په هوا کښې شنډ کړي دي.

خو خبري سرچینو ویلي چې په الدمام ښار باندې څو توغندي لګیدلي دي.

 

ټیګونه