امریکې په عربستان باندې د ۶۵۰ میلیون ډالرو د توغندیو خرڅول تایید کړل
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د عربستان له خوا د ۶۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت له هوا نه د هوا ویشتونکو توغندیو او ورپورې د اړوندو تجهیزاتو د اخیستو خبر تایید کړی دی.
د امریکې د دفاعي امنیت د ملګرتیا آژانس پرون د دغه هیواد کانګرس خبر کړ چې د دغو تجهیزاتو او وسلو پلورل به د امریکې ملي امنیت او بهرنې سیاست پياوړی کړي.
په دې سند کښې سعودي عربستان د (ملګري هیواد) په توګه یاد شوی چې په لویدیځه آسیا کښې د اقتصادي او سیاسي پرمختګونو لپاره یو مهم ځواک ګڼل کیږي.
د دې وسلو خرڅون د جوبایډن د حکومت د ادعاؤ په رد کښې یو بل سند دی چې د یمن د جنګ د ختمولو په ژمنې سره واکمن شو.
په یمن باندې د عربستان او د هغه د انډیوالانو له خوا د جنګ مسلط کیدو تراوسه څه باندې ۱۷ زره یمنیان وژلي، لسګونه زره یې زخمي کړي او میلیونونه نور یې کډه په سر کړي دي.