د سوریې دافع هوا د صهیونیسټي رژیم حملې دفع کړې
Nov 09, 2021 07:46 Asia/Kabul
د سوریې د پوځ دافع هوا یونټ د حمص ولایت په هوا کښې د صهیونیسټي رژيم له توغندیو سره مقابله وکړه او زیاتره یې ویجاړ کړل.
د دمشق رسمي سرچینو بیګا خبر ورکړی چې د سوریې د پوځ دافع هوا برخې د دغه هیواد د لویدیځ په حُمص ښار باندې د صهیونیسټي رژیم بریدونه شنډ کړي دي.
د سوریې د پوځ دافع هوا یونټ د حمص ولایت په هوا کښې د صهیونیسټي رژيم له توغندیو سره مقابله وکړه او زیاتره یې ویجاړ کړل.
تیره شپه هم داشان له حمص ولایت څخه د څو چاودنو خبر رارسیدلی خو د دغو پيښو په هکله کره معلومات لا نه دي ترلاسه شوې.
د ویلو ده چې صهیونیسټي رژیم تل د ترهګرو د ملاتړ او مرستې لپاره د سوریې پوځي سنګرونه او بیخ بیناوې په نښه کوي.