د مصر د اخوان المسلمین موقته رهبرپه پانسۍ محکوم شو
په ۲۰۱۳کال کې د محمدبدیع له نیول کیدا وروسته اخوان المسلمین غورځنګ محمودعزت ددغه غورځنګ دموقته رهبر په توګه معرفی کړی دی .
الجزیره ټيلیویژنی چینل راپور ورکړ، دمصر رسندویو ، له بهرنیو لورو سره دارتباط په دوسیې کې د اخوان المسلمین غورځنګ د موقته رهبر محمود عزت په پانسۍ د محکومیدا فیصله تائید کړې ده .
د مصر د حکومتي امنیت د جنائي چارو لوړې محکمې په هغې دوسیې کې چې په رسنیو کې ؛ په ختیځي پولو کې په نفوذ؛ مشهوره ده ، د محمودعزت د پانسۍ فیصله ، د هیواد دګټو په ضد له بهرنیو ګوندونو سره په ملګرتیا دهغه د تورونو په دلیل صادره کړې ده .
محمود عزت د مصر دملی امنیت د نظام په ضد او د ختیځي پولو باندې د یرغلونو په ارتباط په دووو دوسیو کې د یوه غیابی حکم په اساس دوه ځله پنځه ویشت کاله په بند محکوم شوی ؤ .
دمصر د کورنیو چارو وزارت محمود عزت د مصر د اخوان المسلمین غورځنګ د پوځي څانګې د تاسیس اصلي مسئول ګڼي . محمودعزت له ۱۹۶۰لسیزې راهسې ، د اخوان المسلمین غورځنګ یو مهم او اساسی شخصیت دی او هغه د د دغه غورځنګ د رازونو اوشتمنیو ساتونکی یاد شوی دی .
په ۲۰۱۳کال کې د محمدبدیع له نیول کیدا وروسته اخوان المسلمین غورځنګ محمودعزت ددغه غورځنګ دموقته رهبر په توګه معرفی کړی دی .