عراق د سیمه ییزو اختلافاتو د حل کولو هڅه کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین په اسلام اباد کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو په غونډې کښې د سیمې او د نړۍ له هیوادونو سره د دوستانه اړیکو د ټینګولو لپاره په هڅې باندې د ټینګار په ترڅ کښې د سیمه ییزو اختلافاتو د کمولو لپاره د عراق د عمل د نوښت خبر ورکړ .
د عراق خارجه وزیر فواد حسین د اسلامي ملګرتیا موسسې په غونډې کښې ټينګار وکړ د عراق حکومت د سیمې او د نړۍ له هیوادونو سره د دوستانه او د انډوله اړیکو د ټینګولو هڅه کوي او بغداد د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو ترمینځ د مشکلاتو د حل کولو او د اختلافاتو د کمولو لپاره د عمل ډیر نوښتونه وړاندې کړي دي .
هغه دغه راز د فلسطین د ملت په ملاتړ کښې د عراق په همیشني او ثابت دریځ ټینګار وکړ .
د عراق خارجه وزیر فواد حسین وویل د داعش په شمول په ترهګرو ډلو باندې د عراق د خلکو له تاریخي بریالیتوب وروسته عراق او دنیا امنه شوي ده .