د صهیونیسټ دښمن په مقابل کښې د مقاومت د دوام په اړتیا د حسن نصر الله ټینګار:-
(last modified Sun, 18 Sep 2022 09:57:40 GMT )
Sep 18, 2022 14:27 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ دښمن په مقابل کښې د مقاومت د دوام په اړتیا د حسن نصر الله ټینګار:-

د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصر الله په تیرې شنبې ورځ د حضرت امام حسین علیه السلام د اربعین په مناسبت وینا کښې مقاومت له صهیونیسټ دښمن سره د مقابلې یوازنۍ لاره وبلله.

د حسن نصر الله د تیرې شنبې ورځې وینا بیلابیل اړخونه لرل، خو یو مهم اړخ یې د قدس د نیواکګر رژيم په جنایتونو تمرکز او په دغه موضوع ټینګار و چې مقاومت د صهیونیسټ دښمن له جنایتونو سره د مقابلې یوازنۍ لاره ده.

په دې هکله د حسن نصرالله  لومړۍ اشاره د صهیونیسټ رژيم لخوا د صبرا او د شتیلا کیمپونو جنایتونو ته وه.

په دغو جنایتونو کښې چې څلویښت کاله مخکې ترسره شوي وو، صهیونیسټ رژیم هم د فلسطین په کډوالو او هم د لبنان په خلکو بریدونه وکړل او  په درې زره پینځه سوه فلسطینیانو سربیره یې د لبنان نولس سوه کسان هم شهیدان کړي وو.

د سید حسن نصر الله په تعبیر د صبرا او د شتیلا جنایتونه د صهیونیسټ رژيم او د عربانو د مبارزې په تاریخ کښې تر ټولو ستر او تر ټولو ناوړه  جنګ دی چې د صهیونیسټ رژيم او د لبنان عاملان یې تراوسه نه دي سزا شوي.

پر دې اساس د فلسطینیانو او حتی د لبنان د  خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د دوام یو دلیل دا دی چې له یوې خوا صهیونیسټ رژیم د تر ټولو بوږنونکو جنایتونو د ترسره کولو په دلیل سزا کیږي نه او له بلې خوا کورني خائن عناصر هم له صهیونیسټ رژیم سره د ملګرتیا په دلیل نه یوازې سزا کیږي نه بلکې د صهیونیسټانو او د دوې د لویدیځو ملاتړو هیوادونو په حمایت سره هماغه راز په سیاسي ډګر کښې شتون لري.

تر هغه وخته چې دغه حالت واکمن دی د صهیونیسټ رژيم جنایتونه به ختم نشي او د لبنان په شان هیوادونه به امنیتي او سیاسي ثبات ونلري.

د حسن نصر الله د تیرې شنبې ورځې په وینا کښې بل مهم ټکی دا و چې امریکا نه یوازې د لبنان او د فلسطین د هیوادونو ملاتړي نه ده بلکې اساسا د دغو دوو هیوادونو د ملاتړ کولو او د صهیونیسټانو د جنایتونو د ختمولو لپاره د واشنګټن په ضمانتونو اعتماد نشو کولای.

د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصر الله په تعبیر د امریکا د ضمانت منل د قربانۍ ځای ته تلل دي.»

حسن نصر الله په دې هکله وویل:« هر څوک چې د امریکا ضمانتونه ومني ، د هم هغه کس په شان دی چې دغه خبره یې منلي ده چې سړي ، ښځې او خپل ماشومان د ذبح کولو لپاره د قتل ځاې ته بوځي»

اساسا د امریکا سیاستونه د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټانو د جنایتونو د دوام مهم عامل دي.

د پیړۍ معامله چې د امریکا د پخواني حکومت لخوا پلان او اجرا شوه په دغو سیاستونو کښې شامله ده چې په ښکاره ډول د نیواکګر صهیونیسټ رژیم د ګټو په خدمت او د فلسطینیانو د ګټو پرضد وه او په سخت ډول یې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم د تاوتریخوالي زیاتیدا ته لمن وواهه.

د پیړۍ د معاملې د توکمپال پلان له اجرايي کیدا وروسته صهیونیسټ رژیم په سړې سینې سره د فلسطین پرضد خپل پروګرامونه او پلانونه تعقیب کړل.

هغه سټراټيژیک ټکی چې د سید حسن نصر الله د تیرې شنبې ورځ په وینا کښې موجود و دا و چې هم یې د اسرائیلو نیواکګر رژیم د جنایتونو دوام او هم یې له اسرائیلو رژیم څخه د امریکا د ملاتړ سیاستونه ثابت کړل چې د قدس له نیواکګر رژيم سره د مقابلې یوازنۍ لاره مقاومت دی او خبرې به نه یوازې د فلسطینیانو لپاره کومه بریا ونلري بلکې له فلسطینیانو به  د وحدت په شمول د قدرت جوړونکې عناصر هم واخلي.

په همدې لړ کښې حسن نصر الله ټینګار وکړ چې د فلسطین خلک همدا اوس دغه حتمي نتیجې ته رسیدلي دي چې خبرې اترې هیڅ ګټه نلري او د دوې  مخ ته یوازنۍ پرته لاره او انتخاب مقاومت کول دي.

همدا اوس د فلسطینیانو ترمینځ د مقاومت ولوله ټولو سیمو ته غځیدلي ده او یوازې د فلسطین د غزې سیمې تر خلکو پورې محدوده نه ده.

د حسن نصر الله له نظره د فلسطین ټولو خلکو ته د مقاومت غځیدل داسې موضوع ده چې دښمن د هغه هیله نلرله او په بل عبارت دښمن محاسباتي غلطۍ وکړه او له مشکل سره مخامخ شو.

 

ټیګونه