د فلسطین ملت په نیواکګروخپله اراده تپلی شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i121474-د_فلسطین_ملت_په_نیواکګروخپله_اراده_تپلی_شي
په تیرې یوې میاشتې کې دصهیونیسټانو په ضد د فلسطینیانو خودجوشه  عملیات،په اوڅاره توګه زیات شوي دي او همدې موضوع دقدس نیواکګر رژيم وحشت زده کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2022 12:32 Asia/Kabul
  • د فلسطین ملت په نیواکګروخپله اراده تپلی شي

په تیرې یوې میاشتې کې دصهیونیسټانو په ضد د فلسطینیانو خودجوشه  عملیات،په اوڅاره توګه زیات شوي دي او همدې موضوع دقدس نیواکګر رژيم وحشت زده کړی دی .

د فلسطین دا سلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي ووئیل، د نابلس نښتو وښودله چې د  فلسطین ملت پر صهیونیسټي نیواکګرو باندې خپله غوښته او اراده تپلی شي.

الاقصي خپرونې راپور ورکړ، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي عبداللطیف القانوع  نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل،په نابلس او قدس کې له صهیونیسټي  او وحشي تیریګرو پوځیانو سره د فلسطنیانو ښکیلیدا، د الاقصی جومات ددفاع لپاره د فلسطینیو مبارزانو دچمتووالی نښه ده.

 القانوع روښانه کړې ،د فلسطین ولس او دلویدیځي غاړې مبارزان هره ورځ  له نیواکګرو سره په مقابلې کې یوه بله حماسه پنځوي  او ټینګار کوي  چې  ددوي انقلاب  له فلسطیني ټاټوبي د نیواکګرو تر شړلو پورې دوام  لري.

د حماس غورځنګ ویندوي ټینګار کړی،په الاقصی جومات د صهیونیسټانو کیدونکی یرغل،دفلسطین انقلابي ځوانانو کوټلي مقابلې او د دقس نیواکګرو ته دسختو ګوزارونو ورکولو او په الاقصی جومات کې د خلکو لاپراخ شتون ته ضرورت لري.

په تیرې یوې میاشتې کې دصهیونیسټانو په ضد د فلسطینیانو خودجوشه  عملیات،په اوڅاره توګه زیات شوي دي او همدې موضوع دقدس نیواکګر رژيم وحشت زده کړی دی .