د فلسطین دآزادۍ لاره،جهاد او مقاومت دی
اسماعیل هنیه ووئيل، د فلسطین خلک به د القرضاوي لارې ته دوام ورکړي او یوه ورځ به په قدس کې چې د هغه همیشنۍ هیله وه ،لمونځ ادا کړي.
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر د یوسف القرضاوي دجنازې په دستورو کې ووئيل ، جهاد او مقاومت،د فلسطین د آزادولو لاره ده او د فلسطین قضیه ، درست اسلامی امت قضیه ده .
د مسلمانانو د عالمانو دنړیوالې ټولنې موسیس یوسف القرضاوي ددوشنبې په ورځې د قطر په دوحې کې ومړ.
العالم ټيلیويژني چینل راپور ورکړی، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د یوسف قرضاوي د جنازې په دستورو کې ووئيل ، دفلسطین ولس هم د درست امت پّ څير د شیخ قرضاوي په فراق کې غمجن دی .
اسماعیل هنیه ووئيل، د فلسطین خلک به د القرضاوي لارې ته دوام ورکړي او یوه ورځ به په قدس کې چې د هغه همیشنۍ هیله وه ،لمونځ ادا کړي.
د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر یوځل بیا د فلسطین د خاورې په دفاع ټينګار وکړ.