یو سعودي مبلِّغ په اعدام محکوم شو
(last modified Fri, 20 Jan 2023 12:55:03 GMT )
Jan 20, 2023 17:25 Asia/Kabul
  • یو سعودي مبلِّغ په اعدام محکوم شو

هغه سعودي مبلغ چې په ۲۰۱۷ کال کښې زنداني شوی و، د عربستان د لوې څارنوالۍ له خوا ورته د مرګ سزا واوروله شوه

هغه سعودي مبلغ چې په ۲۰۱۷ کال کښې زنداني شوی و، د عربستان د لوې څارنوالۍ له خوا ورته د مرګ سزا واوروله شوه

د سعودي عربستان لوې څارنوالۍ د دغه هیواد د یو مذهبي، فکري او سیاسي شخصیت او مبلغ عوض القرني د تعزیري اعدام غوښتنه کړې ده.

تعزیري اعدام یعنې د هغو مصلحتونو له مخې د یو کس وژل چې د شرعې حاکم یې په صلاح وګڼي. دغه سعودي ارګان په ټولنیزو شبکو یا سوشل میډیا کښې د القرني له خوا د فتنې خورولو ادعا کړې او په هم دې ادعا سره ټینګار لري چې دغه مبلغ باید اعدام کړی شي.

القرني له هغو مذهبي شخصیتونو دی چې په ۲۰۱۷ کال کښې نیول شوی و. په هغه زمانه کښې سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د خپلو مخالفانو د غلې کولو او یا یې بیخي د ختمولو لپاره پراخ کار شروع کړی و.

 

 

ټیګونه