ترکیې کښې بیا د زلزلې ټکانونه راغلي دي
(last modified Sun, 12 Feb 2023 06:13:19 GMT )
Feb 12, 2023 10:43 Asia/Kabul
  • ترکیې کښې بیا د زلزلې ټکانونه راغلي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپا او د مدیترانې د زلزلې د سنجولو مرکز بیګا وویل چې په ترکیې کښې پرون اویا ځلې د زلزلې ټکانونه راغلي دي.

په ترکیې کښې د زلزلې دغه ټکانونه په داسې حال کښې راغلي دي چې په تیرې دوشنبې ورځ  د ترکیې په جنوب او د سوریې  په شمال کښې اوه اعشاریه اته ریشټره سخته زلزله راغلي وه چې له کبله یې تراوسه له اتویشتو زرو څخه زیات کسان وژل شوي دي او څه د پاسه اتیازره نور ژوبل شوي هم دي.

په ترکیې دغه سختې زلزلې تر نن ورځې پورې څلرویشت زره او شپږسوه اولس او په سوریې کښې هم څلور زره یوسل دیرش کسان وژل شوي دي.

دغه مرګوني زلزلې پراخ غبرګونونه لرلي دي او د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د بیلابیلو هیوادونو چارواکو د سوریې او د ترکیې له ملتونو او حکومتونو سره خواخوږۍ اعلان کړي ده او په دې لړ کښې یې له ترکیې سره زیاتې مرستې کړي دي خو له سوریې سره بیا توپیر شوی او د مرستو د استولو کیدا مخه نیول شوي ده.

راپورونه وايي چې ترکیې او سوریې کښې زلزلې په زرګونو ودانۍ تباه کړي دي او دواړو هیوادونو کښې په میلیونونو خلک اغیزمن شوي دي.

بل خوا د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په امنیت شورا غږ کړی دی چې په سوریې کښې د مرستندویه مرکزونو د خلاصیدا اجازه ورکړل شي.

 

ټیګونه