په سورئې کې په وروستئ غمیزې پسې بیخ بینائیو ته توجه مهمه ده
په سورئې کې له انسانی وضعیّت سره په چلند کې بیخ بینائي تاسیساتو او د روغتیا او ارتباطاتو په څير نورو برخو ته توجه مهمه ده ، ځکه دوي دیوه بل بشپړونکي دي او نیغ په نیغه پر اسناني شرائطو او دسورئې د خلکو پر ژوند اغیزې شیندي .
د سورئې ولسمشر په دغه هیواد کې د انساني وضعیّت سره په چلند کې بیخ بینائي جوړښتونو ته دتوجه دروغتیا او ارتباطاتو په څير په نورو برخو کې د رغونې پر اهمیّت ټينګار وکړ.
د سورئې سانا رسمي خبری آژانس راپور ورکړ، بشار اسد د سره صلیب دنړیوالې کمیټې له مشر میریانا ایګر سره په کتنې کې له زلزله ځپلو سره دمرستو په باب ټولو سیمو ته د مرستو لپاره دد مشق پر ګروهنې ټينګار وکړ او وې وئیل،په سورئې کې له انسانی وضعیّت سره په چلند کې بیخ بینائي تاسیساتو او د روغتیا او ارتباطاتو په څير نورو برخو ته توجه مهمه ده ، ځکه دوي دیوه بل بشپړونکي دي او نیغ په نیغه پر اسناني شرائطو او دسورئې د خلکو پر ژوند اغیزې شیندي .
میریانا ایګر هم په دغې کتنې کې ووئيل، دسره صلیب کمیټې هڅه کوي، څو د سورئې د خلکو اساسی اړتیاوې تامین کړي او پر هغو سختو شرائطو دغلبې لپاره چې د زلزلې له امله دوي ورسره لاس او ګریوان دي ،له دوي سره دمرستو لپاره لازم شیان برابر کړي.
ایګر زیاته کړه ، دغه موسیسه په درستې سورئې کې د انسان دوستۍ دعملیاتو د لمن دپراخولو لپاره ټوله هلې ځلې ترسره کوي او په دې زمینې کې د سورئې د حکومت او سرې میاشتې د ټولنې دملګرتیاؤ قدرونه کوي.تیرې دوشنبې ورځې هم د انسان دوستۍ او دمرستو دغږملونې په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي مارتین ریفیس له یوه پلاوي سره یو ځاي په دمشق کې د سورئې له ولسمشر بشار اسد سره لیده کاته کړي دي.بشار اسد په دغې کتنې کې د وسلوالو ترهه ګرو ډ لو ټپلو ترنیواک لاندې او نیواکي سیمو پشمول دسورئې درستو سیمو ته د فوري مرستو د لیږد په ضرورت ټينګار وکړ، او په دې اړه ئې د نړیوالو دهلوځلو قدرونه هم وکړه.