بشار الاسد د سوریې له زلزله ځپلو سره د هیوادونو له مرستې قدرونه وکړه
Feb 17, 2023 07:25 Asia/Kabul
د سوریې ولسمشر بشار الاسد تیر ماښام له هغو هیوادونو په قدرونې سره چې د سوري زلزله ځپلو مرسته یې کړې، وویل: د دغې غمیزې اندازه د سوریې له امکاناتو ډیره زیاته ده.
د سوریې ولسمشر بشار الاسد تیر ماښام له هغو هیوادونو په قدرونې سره چې د سوري زلزله ځپلو مرسته یې کړې، وویل: د دغې غمیزې اندازه د سوریې له امکاناتو ډیره زیاته ده.
د فارس خبري آژانس په لیکنه، بشارالاسد هم داشان وویل چې د حکومتي ارګانونو او نړیوالې ټولنې او رضاکارو کسانو چټک غبرګون، د کمزورۍ دا ټکي جبیره کړل.
هغه زیاته کړه: ډیرو مرسته کوونکو او بهر استوګنو سوري اتباعو هم په هره طریقه کوشش وکړ چې د سوریې محاصره ماته کړي او تر خپله وسه له زلزله ځپلو وروڼو سره مرسته وکړي.