د ترکیې او د سوریې په سرحدي سیمه کښې بیا زلزله راغلي
(last modified Tue, 21 Feb 2023 06:06:22 GMT )
Feb 21, 2023 10:36 Asia/Kabul
  • د ترکیې او د سوریې په سرحدي سیمه کښې بیا زلزله راغلي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ترکیې او د سوریې ترمینځ په سرحدي سیمه کښې پرون یوځل بیا زلزله راغلي ده چې تراوسه یې اته کسان وژلي دي او دوه سوه څلور نوي نور ژوبل کړي هم دي.

دغه زلزله شپږ اعشاریه څلور ریشټره وه او مرکز یې د ترکیې انتاکیه ښار ته نږدې و او زلزله په سوریې، مصر ، عراق ، اردن  قبرس ، نیواکي فسطین او لبنان کښې هم احساس کړې شوي ده.

د ویلو ده چې کابو څوارلس ورځې مخکې هم په ترکیې او سوریې کښې  اوه اعشاریه اته ریشټره سخته زلزله راغلي وه چې تراوسه یې څه د پاسه اوه څلویښت زره کسان وژلي او په سلګونو کورونو تباه کړي او په زرګونو خلک یې بې کوره کړي هم دي.

په ترکيې او سوریې د فرورۍ د میاشتې د شپږمې نیټې له سختې زلزلې وروسته تراوسه څه د پاسه شپږزره ټکانونه راغلي دي.

 

ټیګونه