بحرېنیانو د د شېخ علی سلمان د بند په حکم باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې
May 31, 2016 16:38 Asia/Kabul
د بحرېن خلقو د دغه هېواد په مختلفو سیمو کښې د بحرېن د جمعیت الوفاق ګوند د مشر د بند په حکم باندې په اعتراض کښې سختې مظاهرې وکړې.
د لبنان د العهد سائیټ د رپوټ له مخې د شېخ سلمان لپاره د نهه کلن بند د حکم له جارې کېدو وروسته د دغه هېواد خلق پرون د زیات شمېر امنیتی ځواکونود ځاے پرځاے کېدو باوجود په دغه حکم باندې په اعتراض کښې سړکونو ته راووتل.
په المعیامیر سیمه کښې د آل خلیفه رژیم امنیتی ځواکونود اوښکو بیونکو ګېسو په شیندلواو د ښکاری ټوپکو په ډزو سره چې منعې کړې شوې وسلې دی د خلقو مظاهرې وځپلې.
احتجاج کوونکو د ټولو سیاسی بندیانو چې شېخ سلمان او د رژیم سیاسی مخالف مشهور شخصیتونه یې په سر کښې د ازادولو غوښتنه وکړه.