له اسرائیلو پرته سیمه راتلونکی حقیقت دی
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله وویل له اسرائیلو پرته سیمه خوب نه دی بلکې راتلونکی حقیقت دی.
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله د مقاومت د یوه قومندان د درنښت په مراسمو کښې وویل د سیمې او نړیوال بدلونونه د دې ګواه دي چې د یمن د سوریې او د سیمې د هیوادونو کلابندۍ به ماته شي او هغه څه چې په فلسطین کښې رامینځته کیږي تاریخي او ډیر مهم دي.
هغه وویل د سیمې د بدلونونو ځانګړنه دا ده چې د مقاومت چورلیز جدي ، مخلص او ځان قربان کولو ته تیار دی او هدف یې د فلسطین ازادول دي.
نصر الله وویل په نیواکګر صهیونیسټ رژیم کښې د دړې وړې کیدا او د صهیونیزم د خوب د پاې ته د رسیدا خبره کیږي او دا حقیقتونه دي.
حسن نصر الله زیاته کړه د صهیونیسټ رژیم دننه دغه نظر شته چې داخلي اختلاف او خارجي عامل د دغه رژیم د زوال سبب کیږي.
هغه وویل هغه څه چې صهیونیسټ رژیم ورته رسیدلی دی دلیل یې داخلي اختلافات نه دي بلکې په سیمه کښې پایدارۍ او په فلسطین او لبنان کښې مقاومت او د سوریې پایدارۍ او د مقاومت د چورلیز پراخیدل دي.
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله وویل له هیوادونو سره د اړیکو عادي کول د صهیونیسټ رژیم د خوندیتوب سبب نه کیږي او هغه د صهیونیسټ ضد عملیاتو د بندیدا سبب نشي کیدلای.
هغه وویل نن سبا په لویدیځې غاړې او نیواکي فلسطین کښې مقاومت د اهمیت په لوړه درجه کښې دی او د مقاومت په بهیر کښې ډیر مهم دی او دا راتلونکی جوړونکی دی.
هغه وویل سوریه او فلسطین د عربي سیمې برخه دي او مونږ د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو په هکله اخلاقي ، ملي او دیني مسوولیت پرغاړه لرو.
حسن نصر الله د ایران او د عربستان د اړیکو د ټینګیدا په هکله هم وویل د تهران او د ریاض ترمینځ د ډيپلوماټیکو اړیکو له سره پیلیدا ښه بدلون دی او مونږ خوشحاله یوو ځکه چې ډاډمن یوو دغه اړیکې د سیمې د ملتونو په ګټه دي.